حامد کرزی:

په پاکستان کې روان وضعیت د دغه هېواد د ناسمو سیاستونو پایله ده

30 دلو 1395 ساعت 14:24

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په پاکستان کې روان وضعیت د یاد هېواد د حکومت ناسمو سیاستونو له امله رامنځ ته شوی او مسوول یې د دغه هېواد حکومت دی.


پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په پاکستان کې روان وضعیت د یاد هېواد د حکومت ناسمو سیاستونو له امله رامنځ ته شوی او مسوول یې د دغه هېواد حکومت دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي همدا راز د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې ګواګي په پاکستان کې بریدکوونکي ترهګر په افغانستان کې اوسېږي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان تل د ترهګرۍ لومړی قرباني هېواد و او تر اوسه هم د دغې شومې پدېدې له امله لسګونه افغانان زیانونه ویني.
نوموړي پر ننګرهار او کنړ ولایتونو د پاکستان توغندييز بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي او دا کار یې د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بلل دی.
د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د راکټونو برید ښکاره تیری دی او د افغانستان ارضي تمامیت ته د نه درناوي په مانا ده.
ښاغلي کرزي یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې له ترهګرۍ سره دې د مبارزې په برخه کې پياوړي ګامونه واخلي او هغه ترهګر دې وځپي چې سیمې ته یې خطرونه جوړ کړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 91407

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/91407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com