د حوت نهمه د ملي امنیتي ځواکونو د درناوي ورځ ونومول شوه

29 جدی 1395 ساعت 13:53

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، د افغانستان کابینې د حوت میاشتې نهمه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د درناوي د ورځې په توګه نوموالې ده.


د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، د افغانستان کابینې د حوت میاشتې نهمه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د درناوي د ورځې په توګه نوموالې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغي چخانسوري په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې کاببینې دغه پرېکړه نن په خپله غونډه کې وکړه.
نوموړي زیاته کړې، د حوت نهمه ځکه ټاکل شوې چې په دغه ورځ د افغانستان پخواني پادشاه امان الله د افغانستان استقلال اعلان کړی وو.
به ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ویلی، چې کابینې غړو نن په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ځنګلونو د وهلو د بندیدلو پریکړه هم کړې ده.
دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې د دې میاشتې په سر کې د کونړ په ولایت کې د وزیرانو د شورا د پریکړې له مخې د دغه ولایت څخه نورو ولایتونو ته د لرګیو د تولیدي شیانو لکه کړکیو او دروازو لږد ازاد شوی وو.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 90285

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com