کندهار کې د وروستي برید په تړاو ۱۷ شکمن کسان نیول شوي

28 جدی 1395 ساعت 13:18

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په دغه ولایت کې د وروستي شوي برید په تړاو ۱۷ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، په دغه ولایت کې د وروستي شوي برید په تړاو ۱۷ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال رازق چې نن یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، چې وسله والو طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د آی. ایس. آی په مرسته پر دغه برید کار کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د سکاټلنډ یارډ په نامه د بریتانوي پولیسو په ګډون د عربي متحده اماراتو دویم پلاوی هم د دغه پېښې د څېړنې لپاره کندهار ته راغلی دی.
رازق زیاته کړې چې دغه برید په ډيره پېچلې بڼه تر سره شوی دی نو له همدې امله ژورو څېړنو او هر اړخیزو پلټنو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا د برید په اړه نورې پلټنې هم روانې دي، او وروستي او بشپړ جزیات به وروسته له ولس سره شریک کړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر او د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، چې په افغانستان کې د وروستیو بریدونو عاملان په پاکستان کې دي او په آزاد ډول فعالیت کوي.
ملي امنیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید د بلوچستان په کوټه ښار کې پلان شوی وو.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 90213

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com