مصر کې پر یوه پوسته په برید کې اته پولیس وژل شوي دي

28 جدی 1395 ساعت 9:09

د مصر امنیتي سرچینې وايي، د دغه هېواد د پولیسو په یوه پوسته په وسله وال برید کې کې ۱۱ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د مصر امنیتي سرچینې وايي، د دغه هېواد د پولیسو په یوه پوسته په وسله وال برید کې کې ۱۱ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې پېښه د وادي الجدید په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دوی په خبره نامعلومه وسله والو په یاده سیمه کې پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې ۸ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د مصر د روغتیا وزارت وینا خالد مجاهد ویلي، چې د پېښې له ځایه وروته اته مړي او ۳ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغه برید مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ هم پر یوه پوسته په وسله وال ځانمرګي برید کې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 90201

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com