د کانګرېس ځینې غړي د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون نه کوي

27 جدی 1395 ساعت 14:16

د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړو اعلان وکړ، چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې به ګډون ونه کړي.


د امریکا د کانګرېس یو شمېر غړو اعلان وکړ، چې د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې به ګډون ونه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اعلان د کانګرېس ۸ تنو غړی کړی او د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې یې له ګډون څخه انکار کړی دی.
ویل کېږي چي د دې غړو له جملې څخه د کانګرس مشهور غړی جان لویس هم دی.
د کانګرېس دغو غړو ویلي، چې د لوړې په مراسمو کې د دوی نه ګډون د راتلونکي ولسمشر پر ضد سیاسي اعتراض دی.
باید و ویل شي، چې د امریکا نوی ولسمشر د جنورۍ پر ۲۰ نېټه لوړه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوي ولسمشر د لوړې د نيټې په رانژدې کېدو سره يو ځل بیا د ټرمپ پر ضد لاریونونه پیل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 90181

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90181/

جمهور
  https://www.jomhornews.com