ولسمشرغني:

په افغانستان کې د وروستیو بریدونو عاملان په پاکستان کې دي

27 جدی 1395 ساعت 12:56

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو خونړیو بریدونو عاملان په پاکستان کې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو خونړیو بریدونو عاملان په پاکستان کې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني دغه څرګندونې د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه په تلېفون کړې دي.
سرچینه وايي، ولسمشر د پاکستان د پوځ مشر له غمشریکۍ څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې د دغه بریدونو عاملان اوس هم په پاکستان کې دي، هلته فعالیت او استخدام کوي، چې تر اوسه یې پر وړاندې کوم اقدام نه دی شوی.
ولسمشر د پاکستان د پوځ مشر ته دا هم ویلي، چې افغان دولت د دغه پېښې د عاملینو څخه د غچ اخیستنې قوي اراده لري او د هېواد د امنیت ساتنې له پاره تیاری نیسي.
افغان ولسمشر خبردارۍ ورکړی، چې ترهګري د سیمې او نړۍ له پاره یو جدي ګواښ دی او پر وړاندې یې د مبارزې د قوي او جدي ارادې نه لرل د پاکستان او سیمې له پاره ګواښوونکی دی.
ښاغلي غني زیاته کړې، چې د ۲۰۱۶ کال تکرار د افغان دولت او افغان ولس له پاره د منلو نه دی او په دې اړه باید جدي او هر اړخیزه مذاکرات وشي.
باید و ویل شي، چې په کابل، کندهار او هلمند ولایتونو کې وروستیو خونړیو بریدونو د لوړ پوړو افغان چارواکو او بهرنیو دیپلوماتونو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 90168

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com