>> جمهور - داعش بیا په ننګرهار کې د ولسي وګړو کورونه سوځولي - نسخه قابل چاپ

داعش بیا په ننګرهار کې د ولسي وګړو کورونه سوځولي

27 جدی 1395 ساعت 12:24

سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کې د ولسي وګړو کورونو ته اور ورته کړی او سوځولي یې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو یو ځل بیا په ننګرهار ولایت کې د ولسي وګړو کورونو ته اور ورته کړی او سوځولي یې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کوټ ولسوال سید الرحمن وايي، داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ د خوړګۍ په سیمه کې د ولسي وګړو کورونو ته اور اچولۍ او ۲۰ کورونه یې سوځولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې خلکو ته مالي زیان اوښتی خو ځاني زیان ځکه نه لري، چې په وینا یې هلته څوک نه اوسېدل.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم داعش وسله والو په کوټ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو ۶۵ کورونه سوځولي وو.
دغه راز تېره ورځ داعش وسله والو د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له یوې دیني مدرسې څخه ۱۴ تنه استادان هم تښتولي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر لومړۍ پېښې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه، چې په کوټ ولسوالۍ کې د داعش له خوا د ولسي وګړو د کورونو سوځولو غچ له دغه ډلې واخلي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 90165

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/90165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com