۰

امریکايي ځواکونو ومنله چې کندوز کې یې ۳۳ ملکي وګړي وژلي

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو وملنه چې د کندوز ولایت په بز کندهاري سیمه کې یې د برید پر مهال ۶۰ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
امریکايي ځواکونو ومنله چې کندوز کې یې ۳۳ ملکي وګړي وژلي
په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو وملنه چې د کندوز ولایت په بز کندهاري سیمه کې یې د برید پر مهال ۶۰ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې امریکایي ځواکونو په بز کندهاری سیمه کې پر وسله والو بمبار وکړ.
هغه مهال د سیمې اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ او ویل یې چې امریکايي ځواکونو په دغه سیمه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې، خو امریکايي ځواکونو نه منله.
اوس په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو منلې چې د بز کندهاری په سیمه کې یې ۳۳ ولسي وګړي وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي وو.
امريکايي ځواکونه وايي په دې تړاو يې هر اړخيزې څېړنې کړې او دې پايلې ته رسيدلي چې ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په هغه هوايي بریدونو او دفاعي ډزو کې چې د کندوز ښار په بز کندهاري سیمه کې شوې وې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په یادو بریدونو کې ۲۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.
خبرپاڼې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن له قوله لیکلي، چې دی د څېړنو پایلې خواشینی کړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین