۰

طالبانو د امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو ویډیو خپره کړه

پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۵
وسله والو طالبانو په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوه تنو تښتول شویو استادانو ویډیو خپره کړه چې په کې له امریکا نه غواړي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
طالبانو د امریکايي پوهنتون د تښتول شویو استادانو ویډیو خپره کړه
وسله والو طالبانو په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوه تنو تښتول شویو استادانو ویډیو خپره کړه چې په کې له امریکا نه غواړي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ویډو د همدې روانې جنورۍ د میاشتې په لومړی نېټه ثبت شوې ده او په کې یاد استادان کیون کینګز چې امریکایي دی او ټیموتي جان ویکس چې د اسټرالیا دی ښودل کېږي.
دوی دواړه له امریکا نه غواړي، چې د هغوی د ژوند ژغورلو او خوشي کېدو له پاره د طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
په ویډو کې دغه استادان د امریکا نوي ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وايي، چې طالبان د بګرام او څرخي پله د زندانونو نه د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
د ویډیو په یوې برخې کې کیون کینګز وایي«موږ نه پوهېږو چې طالبان به موږ ته نوره څومره حوصله وکړي، ستاسو نه هیله کوم د حکومت نه وغواړۍ چې د دوی سره خبرې وکړي.»
په ویډیو کې د امریکایي پوهنتون دواړو استادانو د خپلو کورنیو نه غوښتي دي چې د هغوي د خوشې کیدو لپاره دې د متحده ایالاتو په حکومت فشار راوړي.
باید وویل شي، چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې له کابل څخه وتښتول شول، چې څو وروځې وروسته یې امریکايي ځواکونو په ننګرهار کې په یو ځای چاپه ووهله او ګمان یې کاوه چې تښتول شوي کسان به همدلته ساتل شوي و، خو د چاپې پر وخت یې هغوی پیدا نکړل.
وسله والو طالبانو د دې ویډیو د خپرولو تر څنګ خبرداری ورکړی چې که چیرته بیا امریکایي ځواکونو دغه شان اقدام وکړ د تښتول شویو کسانو ژوند به د زیات خطر سره مخ کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین