۰

د کندهار مرستیال والي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۱
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي چې د تېرې ورځ په برید کې سخت ټپي شوی و، د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د کندهار مرستیال والي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي چې د تېرې ورځ په برید کې سخت ټپي شوی و، د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېر ماښام د کندهار ولایت مقام په مېلمستون کې چاودنه وشوه.
چاودنه هغه مهال وشو، چې د کندهار یو شمېر ولایتي چارواکو په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر او ورسره پلاوي ناسته درلوده.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ویلي چاودنه په کوچونو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې پنځه تنه اماراتي دیپلوماتان، او د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو نېږدې خپل یما قرشي وژل شوي و، خو د کندهار د والي، د اماراتو د سفیر، مرستیال والي عبدالعلي شمسي په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوي و.
د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک وايي، مرستیال والي عبدالعلي شمسي هم د سختو ټپونو له امله تېره شپه په روغتون کې ساه ورکړې ده.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین