۰
مودي:

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره ولاړ یو

چهارشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۵
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په افغانستان کې د تېرې ورځې بریدونه په کلکه غندلي او وايي هند به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره ولاړ یو
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په افغانستان کې د تېرې ورځې بریدونه په کلکه غندلي او وايي هند به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي« په کابل کې شوی ترهګريز بريد، چې له امله يې بې ګناه خلکو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل، په کلکو ټکو غندم»
نوموړي له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هندوستان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.
باید وویل شي، چې تېره ورځ لومړی غرمه مهال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
تر دې وروسته د مازیګر شاوخوا څلور بجې پلازمېنه کابل کې د دارالمان په سړک ملي شورا ته څېرمه دوه ځانمرګي بریدونه وشول، چې له امله یې ۴۵ تنه و وژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.
په دې پسې ماښام شاوخوا شپږنیمې بجې د کندهار د ولایت مقام په مېلمستون کې چاودنه وشوه، چې له امله یې د چارواکو په خبره ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
ویل کېږي، په وژل شویو کسانو کې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي د ولسي جرګې یو غړی بازمحمد جوزجانی ، د کندهار د بهرنیو چارو رییس رئیس شاه احمد سعید، د پخواني ولسمشر یو نېږدې خپلوان یما قریشي او دغه راز پنځه اماراتي دیپلوماتان شامل دي.
دغه راز په ټپیانو کې کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي، کابل کې د اماراتو سفیر، د پخواني ولسمشر د تره زوی او ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند شامل دي.
دغه برید پر داسې مهال وشو، چې کابل کې د امارتو سفیر او ورسره پلاوی کندهار کې د یوه درالایتام د جوړولو په موخه دغه ولایت ته تللی و.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي برید د مېلمسون په کوچونو کې د ځای پر ځای شویو چاوېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوی.
باید وویل شي، چې د کابل او د هلمند د بریدونو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست خو د کندهار په برید کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین