۰

راحیل شریف د اسلامي هېوادونو د پوځي اتحاد مشر شو

شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۴
پاکستانی رسنۍ وايي، د دغه هېواد د پوځ مخکینی مشر متقاعد جنرال راحل شریف د ترهګرۍ ضد د ۳۹ اسلامي هېوادونو د اتحاد مشر ټاکل شوی دی.
راحیل شریف د اسلامي هېوادونو د پوځي اتحاد مشر شو
پاکستانی رسنۍ وايي، د دغه هېواد د پوځ مخکینی مشر متقاعد جنرال راحل شریف د ترهګرۍ ضد د ۳۹ اسلامي هېوادونو د اتحاد مشر ټاکل شوی دی.
د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد کې مصر، قطر، متحده عربي امارات، ترکیه، مالیزیا، پاکستان او ځینې افریقايي هېوادونه ګډون لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم د دې پرېکړې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دا پرېکړه له حکومت سره تر سلا مشورو وروسته شوې ده.
باید وویل شي، چې د ۲۰۱۵ کال ډسمبر میاشت کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره د سعودي عربستان په مشرۍ د څه د پاسه ۳۰ اسلامي هېوادونو د پوځي ټلوالې د جوړولو پلان شوی و.
په دغه اتحاد کې په لومړي سر کې ۳۴ هېوادونه ول خو وروسته دغه شمېر ۳۹ هېوادونو ته ورسېد.
د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد کې مصر، قطر، متحده عربي امارات، ترکیه، مالیزیا، پاکستان او ځینې افریقايي هېوادونه ګډون لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین