۰
رونالد نیومن:

ډونلډ ټرامپ به افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي

پنجشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۸
په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي امریکا به په افغانستان کې د شوروي په څېر ماته ونه خوري، بلکې نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرامپ به دغه هېواد ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ډونلډ ټرامپ به افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي
په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي امریکا به په افغانستان کې د شوروي په څېر ماته ونه خوري، بلکې نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرامپ به دغه هېواد ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نیومن منلي، چې امریکا په افغانستان کې له ستونزو سره مخ ده خو په وینا یې ماتې به و نه خوري.
نیومن د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې ناسمې بللې او ویلي یې دي، چې دا څرګندونې ښيي، چې هغه د سیمې او امریکا په اړه پوره معلومات نه لري.
نوموړي د کابلوف د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې ستره ماتې خوړلې خو امریکا به دا ماتې تجربه نه کړي.
دی وايي، افغان حکومت او امریکا دمګړی په افغانستان کې له ستونزو سره مخ دي خو دا په دې مانا نه ده چې دوی به ماتې مني.
نیومن زیاته کړې چې د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ به افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغه به هرو مرو ځان بریا ته رسوي.
نوموړی د جنرال مایک ماتیس او مایکل فالن ټاکل کېدو ته په کتو وايي چې دوی په افغانستان کې د ماتې پلان نه لري.
د امریکا دغه پخواني دیپلومات زیاته کړې، چې یاد دوه کسه چې یو دملي دفاع وزیر او بل د ملي امنیت سلا کار دی په افغانستان کې د بریا لپاره هڅه کوي او نه غواړي چې دلته ماتې وخوري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین