۰

کندهار کې روسۍ وسلې نیول شوې دي

پنجشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۵
په سویل کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ملي اردو ځواکونو په کندهار ولایت کې اوږد واټن ویشتونکي روسي وسلې نیولې دي.
کندهار کې روسۍ وسلې نیول شوې دي
په سویل کې د افغان پوځ چارواکي وايي، ملي اردو ځواکونو په کندهار ولایت کې اوږد واټن ویشتونکي روسي وسلې نیولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسلې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې نیول شوې.
سرچینه زیاتوي ملي اردو ځواکونو په میوند ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د لونګین په کلي کې دغه مرمۍ کشف کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دغه مرمۍ په یوه بېلر کې پتې کړای شوې وې، خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.
باید وویل شي، چې تر دې يوازې يوه ورځ مخکې د هلمند د ملي امنیت رئیس جنرال محمد ياسين ویلي و چې وسله والو ته اوس يو شمېر بهرنیان وسلې او مهمات ورکوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین