د ملي امنیت شورا د جعلي استازولۍ په تور یو کس نیول شوی

11 قوس 1395 ساعت 8:22

ملي اردو په بلخ ولايت کې هغه جعلکار نيولى چې ځان يې په شمالي ولايتونو کې د ملي امنيت شورا استازى معرفي کاوو.


ملي اردو په بلخ ولايت کې هغه جعلکار نيولى چې ځان يې په شمالي ولايتونو کې د ملي امنيت شورا استازى معرفي کاوو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنيت شورا له دفتره په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی کس د سردار زمري داوود نومېږي.
سرچینه زیاتوي، چې سردار زمري داوود د هېواد يو شمېر شمالي ولايتونو ته د سفر پر مهال د ملي امنيت شورا له نوم څخه ناوړه استفاده کړې او ځان يې هيئت او استازی معرفي کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس د ملي اردو ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال د ملي امنيت لوی رياست په توقيف کې تر پلټنو لاندې دي.
خبرپاڼه وايي، جعل او تذوير د افغانستان د قوانينو له مخې جرم دی او نوموړي هڅه کوله چې ځان د جعل او تذوير له لارې ناقانونه موخو ته ورسوي.
د ملي امنيت شورا دفتر ټولو امنيتي او ملکي ادارو ته خبر ورکړی، چې له رسمي خبرتيا پرته پر دغسې مشکوکو اشخاصو باور ونه کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 88157

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/88157/

جمهور
  https://www.jomhornews.com