چین له افغانستان سره خپلې نظامي او اقتصادي همکارۍ پراخوي

11 قوس 1395 ساعت 7:21

چین وايي ترهګري د افغانستان، چین، سیمې او نړۍ لپاره ګډ ګواښ دی او په همدې موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.


چین وايي ترهګري د افغانستان، چین، سیمې او نړۍ لپاره ګډ ګواښ دی او په همدې موخه به له افغانستان سره خپلې نظامي او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کتنې پر مهال کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ کابل ته راغلی او له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال یې ویلي چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ وي او ژمنه یې کړې ده چې خپلو نظامي مرستو ته به ادامه ورکوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر کانګ زینیو وویل، چې افغانستان د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري.
نوموړي ټینګار کړی د پېښور، کابل او کوټې د اورګاډي کرښې او د سیمې هېوادونو د اقتصادي دهلېزونو او همکاریو په اړه د بحث لپاره دې د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز مذاکرات پیل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز زیاته کړې چې له افغانستان سره به یې اقتصادي او نظامي همکارۍ پراخې شي او همدا راز دغه هېواد ته د سولې او ثبات د راوستو په برخه کې هڅې کوي.
زینیو زیاته کړې چې ترهګري د افغانستان، چین او سیمې لپاره ګواښ دی او په دې برخه کې به چین له افغانستان سره خپلې نظامي همکارۍ پراخې او د نورو مرستو په اړه به غور وکړي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني د چین له همکاریو مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د چین په مرسته به افغانستان د سوداګرۍ په څلور لارې بدل شي او غوښتنه یې کړې چې د چین د لویو لارو په پروژو کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم شریک شي څو په سیمه کې سوداګري پراخه او جګړې کابو شي.
ولسمشر ټینګار کړی چې د اقتصاد وده جګړه له منځه وړلی شي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغان ولسمشر د غوښتنو په اړه به له خپل ولسمشر سره خبرې وکړي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو او دوستانه اړیکو ته دوام ورکوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 88155

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/88155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com