چین په افغان خاوره کې د ګزمې کولو خبر رد کړه

11 قوس 1395 ساعت 7:12

د چین دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې د دغه هېواد پوځي وسایط د افغانستان په خاوره کې د ننه ګزمه کوي.


د چین دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې د دغه هېواد پوځي وسایط د افغانستان په خاوره کې د ننه ګزمه کوي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې هندي رسنیو او دغه راز یو شمېر افغان چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي و چې د چین پوځي وسایط د افغانستان په پامیر کې لیدل شوي دي.
هندي رسنۍ ډبلیو آی.او.این د چینايي پوځي وسایطو عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي، چې دا د هغو چینايي پوځیانو دي چې خپلې پولې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې ګزمه کوي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سخي داد حیدري بیا ویلي، د چین پولې ته نژدې د افغانستان په خاوره کې یو شمېر ایغور سختدریځي فعالیت کوي.
سخي داد حیدري د افغانستان په خاوره کې د چینايي پوځیانو فعالیت یا ګزمه رد کړه.
خو رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د دفاع وزارت ویاند یانګ یوجون دا راپورونه رد کړي دي.
د چین د دفاع وزارت ویاند دا هم وویل چې چین او افغانستان په خپله ګډه پوله کې په ګډه د تروریستانو د فعالیت پر ضد کار کوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 88154

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/88154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com