ښايي آلماني سرتېري تر اوږدې مودې افغانستان کې پاتې شي

10 قوس 1395 ساعت 11:29

آلماني چارواکي وايي، ښايي سرتېري یې تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کې د افغان ځواکونو تر څنګ پاتې شي.


الماني چارواکي وايي، ښايي سرتېري یې تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کې د افغان ځواکونو تر څنګ پاتې شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په افغانستان کې د الماني ځواکونو قوماندان له ولټ آلماني ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.
دغه الماني قوماندن په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې ځان ته ځینې موخې ټاکلې چې پوره کېدل یې په لنډ مهال کې امکان نه لري نو ښايي دغه ځواکونه د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي.
د هغه په باور د الماني ځواکونو وتل د افغان پوځ له پیاوړتیا سره تړلي دي، په هره کچه چې دغه ځواکونه پیاوړي کېږي آلماني سرتیري به له افغانستانه ایستل کېږي.
په ورته وخت کې د آلمان د دفاع وزیر اورزولا فون دیرلاین هم ویلي، چې له افغانستانه د آلماني سرتیرو ایستل په دغه هېواد کې له روانې اوضاع سره تړلي دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل هم ویلي و چې ښايي الماني سرتېري تر اوږدې مودې په افغانستان کې پاتې شي.
د آلمان پوځي چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد کابیني بیا د ۲۰۱۷ کال تر پایه د خپلو ځواکونو د فعالیت موده تصویب کړې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 88110

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/88110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com