>> جمهور - هند دې زموږ حوصله زموږ د کمزورۍ ټکی نه ګڼي - نسخه قابل چاپ

جنرال راحیل شریف:

هند دې زموږ حوصله زموږ د کمزورۍ ټکی نه ګڼي

10 قوس 1395 ساعت 10:34

د پاکستان د پوځ مخکني مشر جنرال راحیل شریف د خپلې دندې په وروستۍ ورځ ګواښ وکړ، چې که هند د پاکستان حوصله او صبر د ضعف ټکی وګڼي خاطرناکې پایلې به ولري.


د پاکستان د پوځ مخکني مشر جنرال راحیل شریف د خپلې دندې په وروستۍ ورځ ګواښ وکړ، چې که هند د پاکستان حوصله او صبر د ضعف ټکی وګڼي خاطرناکې پایلې به ولري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې راحیل شریف تېره ورځ د پاکستان له پوځ سره مخه ښه وکړه او پر ځای یې جنرال قمر جاوید بجوه د پوځ مشر وټاکل شو.
نوموړي له پوځ سره د مخه ښه او نوي لوی درستیز د معرفي په مراسمو کې د سیمې امنیتي وضعیت پېچلی وباله او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یې غږ وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همغږي او یو موټی و اوسي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل« په کشمیر کې د هند دولت تر حمایې لاندې د ترهګرۍ زیاتوالی او د هند د تاوتریخوالي اقداماتو د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی، غواړم له دې ځایه هند ته دا روښانه کړم، چې زموږ د حوصلې او بردبارۍ پالیسي دې، د کمزورۍ د ټکي په توګه نه ګڼي، ځکه چې ښايي دا کار خطرناک پرېوزي.»
خو هند تر اوسه د جنرال راحیل شریف د دغه وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
باید وویل شي، چې د جنرال راحیل شریف دنده تېره ورځ پای ته ورسېده او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هغه پر ځای جنرال قمر جاوید بجوه د پوځ د نوي مشر په توګه وټاکه.
جنرال راحیل شریف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې.
په تازه پېښه کې په کشمیر کې د دوه افسرانو په ګډون ۷ هندي پوځیان د وسله والو په یوه برید کې وژل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 88108

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/88108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com