روسیه په افغانستان کې له ناټو سره همکاري بس کوي

9 قوس 1395 ساعت 14:17

په ناټو کې د روسیې دایمي استازی الکساندر ګروشکو وايي، روسیه غواړي، چې په افغانستان کې له ناټو تړون سره همکاري بس کړي.


په ناټو کې د روسیې دایمي استازی الکساندر ګروشکو وايي، روسیه غواړي، چې په افغانستان کې له ناټو تړون سره همکاري بس کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې الکساندر ګروشکو دغه څرګندونې د روسیې له تاس خبري آژانس سره کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ناټو د غړیو اقدامات د روسیې د ګټو خلاف دي، ځکه مسکو غواړي له ناټو سره همکاري بس کړي.
ګروشکو دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا اعلان وکړ نور د افغان هوايي ځواک لپاره روسي څرخکې نه اخلي او پر ځای یې امریکايي بلک هاوک سیکورسکي هیلي کوپترونه افغان هوايي ځواک ته ورکوي.
خو ګروشکو پرته له دې چې دغه موضوع یاده کړي ویلي « مسکو او ناټو د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره سخت کار کاوه، خو اوس لکه څرنګه چې وینو، دغسي نه ده، د ناټو اصلي تمرکز په دې دی چې نه یوازې له سیاسي بلکې له پوځي لارې هم د روسیې مخه ونیسي.»
د هغه په وینا له روسیې سره د همکارۍ د پروژو د محدودولو په خاطر به مسکو نور له ناټو سره په افغانستان کې همکاري ونه کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 88070

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/88070/

جمهور
  https://www.jomhornews.com