د سولې شورا د ملا رسول له ډلې سره د سولې پلان لري

8 قوس 1395 ساعت 8:04

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي په پلان کې ده، چې پر حزب اسلامي د بندیزونو تر لرې کېدو وروسته د ملا رسول په مشرۍ له طالب ډلې سره د سولې خبرې پیل شي.


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي په پلان کې ده، چې پر حزب اسلامي د بندیزونو تر لرې کېدو وروسته د ملا رسول په مشرۍ له طالب ډلې سره د سولې خبرې پیل شي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، له طالبانو د ملا رسول په مشرۍ بېله شوې ډله هم سولې ته لېواله ده.
د هغه په وینا د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له بېلې شوې ډلې سره د سولې د مذاکرو د پیلېدو په تړاو ښې خبرې په مخ کې دي.
ښاغلی اوچقون زیاتوي، چې له حزب اسلامي سره د سولې د بهیر بریالیتوب کولای شي د اعتماد جوړونې لپاره نورو وسله‌والو ډلو ته یوه نمونه وي.
په ورته وخت کې سیاسي شنونکي وايي، که په رښتیا هم د ملا رسول له ډلې سره د سولې خبرې پیل او یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي، نو دا کار به د سولې له پروسې سره د نورو طالبانو د یو ځای کېدو له پاره هم ښه زمینه برابره کړي.
د سولې عالي شورا پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ځینو طالب چارواکو رسنیو ته ویلي و، چې طالبان هڅه کوي، له افغان حکومت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 87987

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/87987/

جمهور
  https://www.jomhornews.com