ننګرهار کې د طالبانو یو مرستیال ولسوال نیول شوی

7 قوس 1395 ساعت 12:20

چارواکي په ننګرهار ولایت کې د دوه وسله والو طالبانو د وژلو او دریو نورو د نیول کېدو خبر ورکوي.


چارواکي په ننګرهار ولایت کې د دوه وسله والو طالبانو د وژلو او دریو نورو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، دغه طالبانو ته تېره شپه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې مرګ ژوبله اوښتې.
نوموړي وویل، چې د صفر دوه قطعې ځانګړو ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې دوه وسله وال طالبان و وژل او درې نور یې ژوندي ونیول.
د خوږیاڼي په خبره په نیولو شویو طالبانو کې یو هم د نازیانو ولسوالۍ له پاره د طالبانو مرستیال ولسوال شامل دی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار چارواکو وړمه ورځ هم په دغه ولایت کې د یو شمېر داعش او طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 87947

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/87947/

جمهور
  https://www.jomhornews.com