ولسمشر غني:

د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغولو لپاره به هڅه وکړو

6 قوس 1395 ساعت 12:58

افغان ولسمشر محمد اشرف عني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغولو هڅه به وکړي، خو په وینا یې پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف عني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغولو هڅه به وکړي، خو په وینا یې پاکستان باید د ترهګرو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشر نن په ترکمنستان کې د پایدار ترانسپورټ د نړیوال کنفرانس په څنډه کې له نواز شریف سره ولیدل.
افغان ولسمشر په دغه لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر ته ویلي، هڅه به وکړي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړيکې ښې شي.
خو زیاته کړې یې ده، پاکستان باید د ترهګرو په ځپلو کې نور ګامونه هم واخلي ځکه په وینا یې د دواړو هېوادونو اوسېدونکو د ترهګرۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې شومې پديدې قرباني دي.
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، چې په افغانستان کې امن او ثبات د پاکستان او سیمې په ګټه دی.
ښاغلي شریف زیاته کړې، چې له همدې امله به د افغانستان د سولې او ثبات له پاره مرسته وکړي او هڅه به وکړي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.
نوموړي ټینګار کړی چې په خپل هېواد کې یې د ترهګرو د ځپلو لپاره پراخ پلانونه جوړ او عملي کړي دي تر څو د دغو ډلو د ودې مخه یې ډپ کړې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 87894

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/87894/

جمهور
  https://www.jomhornews.com