د انتخاباتي کمیسیونونو غړي ښايي نن خپل مشران وټاکي

6 قوس 1395 ساعت 7:46

د انتخاباتي کمېسیونونو غړي به نن شنبې رسمآ په خپل کار پیل وکړي او ټاکل شوې، چې خپل مشران او اداري پلاوی هم وټاکي.


د انتخاباتي کمېسیونونو غړي به نن شنبې رسمآ په خپل کار پیل وکړي او ټاکل شوې، چې خپل مشران او اداري پلاوی هم وټاکي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی به په لومړني ګام کې رييسان، مرستیالان، مالي مسوولان او منشیان د رایو په اچولو سره ټاکي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ۷ غړي او د شکایتونو د کمیسیون ۵ غړي له ډېرو چینو او بحثونو وروسته تېره اوونۍ /سې شنبه – نوومبر۲۲/ وټاکل شول.
همداراز ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د انتخاباتو لپاره مهالوېش جوړ کړي.
د انتخاباتي کمیسیونونو غړیو ته د لوړې په مراسمو کې ولسمشر غني وویل چې له ټولو کاندیدانو څخه د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله په مخکې مرکې اخیستل شوي او د هغوی په ټاکنه کې د وړتیا، لیاقت، تجربې، قوم، حنس، مذهب او عمر په شان معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 87881

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/87881/

جمهور
  https://www.jomhornews.com