طالبان غواړي له افغان حکومت سره د سولې خبرې له سره پیل کړي

4 قوس 1395 ساعت 10:26

په قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر وایي، طالبان غواړي له افغان حکومت او په افغانستان کې له شته بهرنیانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.


په قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر وایي، طالبان غواړي له افغان حکومت او په افغانستان کې له شته بهرنیانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د طالبانو د قطر دفتر یوه چارواکي د پاکستان ایکسپرس ټربیون ورځپانې ته کړې دي.
دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یادې رسنۍ ته ویلي، چې طالبان په خپل منځ کې په دې اړه مشورې پيل کړې او کوښښ کوي چې د سولې خبرې له سره پيل شي.
سرچینې زیاته کړې، وسله وال طالبان هم غواړي چې روان بحران ته له جګړې پرته له کومې بلې لارې د پای ټکی کېږدي ځکه په وینا یې جګړه په جګړه نه ختمېږي او باید نورې لارې ورته پیدا شي.
سرچینې دا هم ویلي، چې د طالب مشرانو تر منځ د سلا مشورو پایلې ښايي وروسته له خلکو سره هم شریکې شي.
دغه طالب چارواکي په ورته وخت کې د افغان ولسمشر په هغه څرګندونو هم نیوکه کړې، چې له ملګرو ملتونو یې په تور لېست کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د نوم شاملولو غوښتنه کړې وه.
د یادې سرچینې په وینا د افغان حکومت ورته کارونه کولی شي د سولې په لاره کې خنډونه جوړ کړي او په لوی لاس به دغه پروسه زیانمنه شي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 87820

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/87820/

جمهور
  https://www.jomhornews.com