چين:

امريکا بايد د هند او چین د سرحدي سیمو په مسله کې مداخله ونه کړي

4 عقرب 1395 ساعت 12:28

چینايي چارواکي وايي، امریکا نه باید د هندوستان او چین تر منځ په لانجمنو سرحدي سیمو کې مداخله وکړي.


چینايي چارواکي وايي، امریکا نه باید د هندوستان او چین تر منځ په لانجمنو سرحدي سیمو کې مداخله وکړي.
د جمهور آژانس د خبر مخې چیني چارواکو دغه توند غبرګون وروسته له هغې وښود، چې د امریکا سفیر تېره ورځ له دغه لانجمنو سیمو څخه لیدنه وکړه.
چینايي چارواکو ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لانجمنې سيمې څخه د امريکايي سفير ليدنه ورته د منلو نه ده او بايد کوم درېيم هېواد په دې کې مداخله ونه كړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت چارواکو ويلي، چې دا ډول غيرې اړينې ليدنې به د سرحدي شخړو د سوله ييزې حل لارې مخه ډب کړي.
باید وویل شي، چې د امریکا سفیر ريچارډ ورما د هند اروناچل پردېش سرحدي سيمې څخه لیدنه کړې ده.
خو چین دغه سيمې ته د امريکا د سفير ريچارډ ورما سفر غندلى او دا يې د هېوادونو په کورنيو مسايلو کې لاسوهنه بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې د هوماليا د غرونو په لړۍ کې چين او هند پر يو شمېر سيمو د مالکيت دعوه لري، چې له کلونو راهيسې يې ترمنځ لانجه روانه ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86457

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com