د تورخم ښاروال څارنوالۍ ته معرفي شو

2 عقرب 1395 ساعت 9:52

چارواکی وایي د ننګرهار ولایت د تورخم ښار، ښاروال حمیدالله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.


چارواکی وایي د ننګرهار ولایت د تورخم ښار، ښاروال حمیدالله له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کار د لوړ پوړو مسؤولینو په امر شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې ښاروال حمیدالله په منفي موضوعاتو کې د ښکېلتیا له کبله له دندې ګوښه او عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار نوي والي ګلاب منګل د خپل کار په لومړی ورځ له فساد سره د مبارزې په اړه د عملي اقداماتو یادونه وکړه.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 86349

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com