>> جمهور - ګلاب منګل د ننګرهار والي وټاکل شو - نسخه قابل چاپ

ګلاب منګل د ننګرهار والي وټاکل شو

28 میزان 1395 ساعت 7:54

د ولسمشر د حکم پر بنسټ، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د ننګرهار د والي او په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.


د ولسمشر د حکم پر بنسټ، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د ننګرهار د والي او په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلی منګل د ننګرهار د والي په توګه د ټاکل کېدو خبر تېره شپه ملي راډیو تلوېزیون خپور کړ.
سرچینه وايي، ښاغلی منګل د سيمه ييز ارګانونو د ادارې په وړانديز او د ولسمشر اشرف غني په حکم په يادو دندو ګومارل شوى دى.
تر دې وړاندې سليم خان کندوزي د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله، چې نوموړي له دې دندې څخه د هغه په وينا، د شخصي ستونزو له امله استعفا کړې وه.
باید وویل شي، چې ګلاب منګل تردې وړاندې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير، د هلمند او لغمان د واليانو په توګه دندې ترسره کړې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86195

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com