>> جمهور - ننګرهار کې یو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو - نسخه قابل چاپ

ننګرهار کې یو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

27 میزان 1395 ساعت 10:26

چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص او په تړاو یې درې تنه نیولي دي.


چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص او په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ماشوم درې ورځې وړاندې د مرکز جلال آباد ښار د اومې ناحیې څخه تښتول شوی وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، سړي تښتوونکو دغه ماشوم د اومې ناحیې د الفت مېنې څخه تښتولی و، چې نن د ملي امنیت د موظیفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې راخلاص کړای شو.
دی زیاتوي، چې د دې ۸ کلن ماشوم د تښتونې د جرم په تړاو یې درې تنه انسان تښتونکي هم نیولي شوي، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، نیول شوي کسان د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 86154

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com