د هند په یوه روغتون کې اورلګېدنې ۲۰ تنه وژلي

27 میزان 1395 ساعت 9:24

رپوټونه وايي، د هند د اوریسا ایالت په یوه روغتون کې د اورلګېدونې له امله ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان او سوځېدلي دي.


رپوټونه وايي، د هند د اوریسا ایالت په یوه روغتون کې د اورلګېدونې له امله ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان او سوځېدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اور د اوریسا ایالت د بهوبانسوار ښار کې د سم په نامه په یوه خصوصي روغتون کې تېره ورځ ماښام مهال لګېدلی دی.
اور لومړی د درملتون وارډ کې بل شوی او بیا نورو وارډونو ته رسېدلي، چې له امله یې ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان او سوځېدلي دي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
رپوټونه زیاتوي چې د اورلګېدنې سره سم د ژوغورنې ټیم سیمې ته رسېدلی، اور یې کابو کړی او ګڼ شمېر کسان یې ژغورلي، چې نورو روغتونونو ته وړل شوي دي.
تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم خو عیني شاهدانو ویلي، چې ښايي اور لګېدنه د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې دي.
د هند لومړي وزیر په دغه پېښه ژوره خواشني ښودلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشرکي کړې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86151

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86151/

جمهور
  https://www.jomhornews.com