پاکستان:

د چین – پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د یو ځای کېدو هرکلی کوو

27 میزان 1395 ساعت 8:06

د پاکستان د پلان او پرمختګ فدرالي وزیر احسان اقبال وايي د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز یا کوریدور کې د افغانستان د لېوالتیا هرکلی کوي.


د پاکستان د پلان او پرمختګ فدرالي وزیر احسان اقبال وايي د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز یا کوریدور کې د افغانستان د لېوالتیا هرکلی کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اقبال زیاته کړې، چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز اصلي موخه له یو بل سره د سیمې نښلول او په سیمه کې د پُل رامنځته کول دي.
د پاکستان د پلان او پرمختګ وزیر وايي، له دې پروژې به ډېره ګټه تر خیبر پښتونخوا او بلوچستان وروسته پاتې ایالتونه وکړي.
د پاکستان د پلان او پرمختګ وزیر دا خبره وروسته له دې وکړه، چې وړمه ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال ویلي و، چې زاخېلوال ویلي و چې افغانستان هم غواړي د یاد دهلیز غړی شي.
زاخېلوال وړمه ورځ یو ځل بیا ټینګار کړی و، چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه د پاکستان په شان په افغانستان پورې هم اړه لري.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86149

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com