د افغانستان د ژغورنې خوځښت:

حکومتي ادارې باید له فاسدو او پردي پالو کسانو پاکې کړای شي

26 میزان 1395 ساعت 7:54

د افغانستان د ژغورنې په نوم ملي خوځښت له حکومته غوښتي، چې په ادارو کې فاسد، بې کفایته او پردي پالي مسؤولین له دندو لرې او څارنوالی ته معرفي کړي.


د افغانستان د ژغورنې په نوم ملي خوځښت له حکومته غوښتي، چې په ادارو کې فاسد، بې کفایته او پردي پالي مسؤولین له دندو لرې او څارنوالی ته معرفي کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد خوځښت تېره ورځ په کابل کې په همدې تړاو خبري ناسته کړې او په کې یې د هېواد په راون حالت اندېښنه ښودلې.
په دغه خبري غونده کې د یاد خوځښت له خوا یوه اعلامیه هم خپره شوه او له حکومت نه یې وغوښتل، چې په لوړو امنیتي پوسټونو کې د فاسدو او بې کفایته چارواکو په اړه چاڼ وکړي.
دغه خوځښت وايي، په لوړو امنیتي پوسټونو کې د بې کفایته او فاسدو کسانو ګومارل د دې لامل شوی چې په هېواد کې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ شي.
دوی په خبرپاڼه کې له حکومته غوښتي هغه امنیتي چارواکي چې په نا امنیو او د ولسوالیو په سقوط کې لاس لري تر عدلي او قضايي پلټنو لاندې ونیسي.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي«د افغانستان د ژغورنې ملي خوځښت د انسجام عالي شورا د حکومت له لوړپوړو چارواکو او دولت څخه غوښتنه کوي چې هغو امنیتي کسانو چې په ولایتونو کې خپلې دندې په سمه توګه سرته نه دې رسولې او يا یې هم د ولسوالیو په سقوط کې لاس درلود تر جدي پلټنو لاندې ونیسي.»
د دغه خوځښت د انسجام عالي شورا ريیس اصف بکتا له حکومته دا هم غوښتي چې حکومتي ادارې دې د فاسدو عناصرو، پردیو استخابراتي کړیو او مافیايي ډلو پورې له تړلو کسانو څخه پاکې کړي.
د افغانستان د ژغورنې ملي خوځښت په امنیتي ارګانونو کې د سیاسي ډلو د نفوس او د غیر مسئولو وسله والو ډلو له موجودیت څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86095

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86095/

جمهور
  https://www.jomhornews.com