اروزګان کې د هوايي برید پر مهال ۳۰ وسله وال وژل شوي

26 میزان 1395 ساعت 6:44

د ملي دفاع وزارت وايي، په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم پوځي مشر پر کاروان په هوايي برید کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.


د ملي دفاع وزارت وايي، په اروزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم پوځي مشر پر کاروان په هوايي برید کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، چې برید تېره ورځ د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر حاجي لالا پر کاروان شوی دی.
د دفاع وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۳۰ وسله وال وژل شوي خو دا چې حاجي لالا په کې وژل شوی او که نه په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
یاد وزارت دا هم نه دي ویلي، چې دغه برید د افغان هوايي ځواکونو له خوا شوی او که د بهرنیو ځواکونو له خوا.
ورته وخت کې دفاع وزارت د هلمند په ګرشک او موسی کلا ولسوالیو کې هم د ۴۱ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
باید وویل شي، چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي، چې له امله یې دواړو لورو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه جګړو کې نه یوازې د جګړې ښکېلو لورو ته بلکې ولسي وګړو ته زیات زیان اوښتی او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.
جمهورآژانس:اروزګان


کد مطلب: 86090

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com