کندهار کې ماین چاودنې ۸ ماشومان ټپیان کړي

26 میزان 1395 ساعت 6:35

چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د دوه بېلا بېلو ماین چاودنو له امله ۸ ماشومان ټپیان شوي دي.


چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د دوه بېلا بېلو ماین چاودنو له امله ۸ ماشومان ټپیان شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره ورځ د کندهار ولایت په شاولي کوټ او میوند ولسوالیو کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي، د شاولي کوت ولسوالۍ په چنار سیمه کې مازیګر مهال د ولسي وګړو په سراچه موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه، په دغه چاودنه کې څلور ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پورې دې ټپیان شوي او د درملنې په موخه میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغه راز خپلواک وایي، دوهم چاودنه ماښام مهال د میوند ولسوالۍ د بند تیمور په سیمه کې پر پلیو ماشومانو رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، په دغه چاودنه کې څلور ماشومان ټپیان شوي، چې دوه یې نجونې او دوه یې هلکان دي او ټول روغتون ته لېږدول شوي.
خپلواک وايي دواړه ماینونه د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوي و، خو تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کندهار


کد مطلب: 86089

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com