د جاپان سفير ته د غازي وزير محمد اکبر خان دولتي مډال ورکړل شو

25 میزان 1395 ساعت 9:38

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان له پاره د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي ته د غازي محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړ.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان له پاره د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي ته د غازي محمد اکبرخان دولتي مډال ورکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني ښاغلي تاکاهاشي ته چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې، دغه مډال د نوموړي د ښو خدمتونو او کوښښونو د قدردانۍ په موخه ورکړی دی.
سرچینه وایي، ولسمشر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جاپان د مرستو او ملاتړ د جلبولو له پاره د تاکاهاشي له هلو ځلو مننه او په راتلونکو دندو کې يې ورته د برياليتوب هيله وکړه.
خبرپاڼه وايي، په ورته وخت کې تاکاهاشي له ولسمشر غني څخه د هغه د خدمتونو د تقدير په خاطر د مډال ورکولو له كبله مننه وکړه.
نوموړي په افغانستان کې د خپل ماموريت په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او وې ويل، چې افغانستان به يې تل په ياد وي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تاکاهاشي د خپل ماموريت په مهال د افغانستان او جاپان ترمنځ د ښو او هر اړخيزو اړيکو په ټينګولو او پراخولو، مرستو جلبولو، تنظيمولو او رسولو کې نه ستړي کېدونکي او پرله پسې کوښښونه کړي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86052

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86052/

جمهور
  https://www.jomhornews.com