مارک ټونر:

پاکستان باندې به فشار راوړو چې د ټولو ترهګرو پر ضد یو شان عمل وکړي

24 میزان 1395 ساعت 12:22

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر پاکستان به فشار راوړي، تر څو په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو پر ضد یو شان عمل وکړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر پاکستان به فشار راوړي، تر څو په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو پر ضد یو شان عمل وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
نوموړي یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل، چې په خپله خاوره کې دې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي او د ټولو ترهګرو پر وړاندې دې د یو شان مبارزه وکړي.
مارک ټونر، وویل چې پاکستان ته پکار دي، په دغه هېواد کې د ترهګرو په تعقيب پسې هڅې ګړندۍ کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په پاکستان کې د ترهګرو د موجوديت له كبله نه يوازې پاکستان، بلکې نورې نړۍ ته هم خطر متوجه دى.

هغه زیاته کړه، چې امریکا به په دې برخه کې له پاکستان سره هلو ځلو ته دوام ورکړي او پر پاکستان به فشار راوړي، چې د ټولو ترهګرو په ضد يو شان عمل وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 86011

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/86011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com