ننګرهار کې ۱۸ داعشیان وزل شوي

20 میزان 1395 ساعت 9:04

امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ داعشیان وژل شوي.


امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ داعشیان وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې پر داعش وسله والو دغه برید د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په بانډر او د هسکې مېنې ولسوالۍ په شېخانو سیمو کې پر داعش هوايي بریدونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې د عثمان په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ داعشیان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ننګرهار چارواکو په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د ۲۰ داعش وسله والو د وژلو خبر ورکړی وو.
خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 85888

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com