موټر بم چاودنې شپږ ترکي سرتېري وژلي

19 میزان 1395 ساعت 14:08

رپوتونه وايي، په ترکیه کې د موټر بم په یوه چاودنه کې ۱۳ ترکي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


رپوتونه وايي، په ترکیه کې د موټر بم په یوه چاودنه کې ۱۳ ترکي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رپوټونه زیاتوي، چې دغه چاودنه تېره ورځ د ترکیې په جنوب ختیځ سیمه کې د پولیسو یوه مرکز ته څېرمه رامنځ ته شوې.
ترکي چارواکي ویلي، چې چاودنه د پولیسو مرکز ته څېرمه ولاړ موټر کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې کله پولیسو د دغه موټر پلټنه کولهږ
چارواکي زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې شپږ ترکي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا نه دی اخیستی، خو په داسې یوه سیمه کې شوې، چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85858

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85858/

جمهور
  https://www.jomhornews.com