ننګرهار کې ۲۰ داعشیان وژل شوي دي

19 میزان 1395 ساعت 14:00

امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۲۰ داعشیان وژل شوي دي.


امنیتي چارواکي وایي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۲۰ داعشیان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه شمېر داعشیان تېره شپه د ننګرهار په اچین او نازیانو ولسوالیو کې وژل شوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وایي، د چین ولسوالۍ په بانډر او د نازیانو ولسوالۍ په للمې او دوه خولې سیمو کې بهرنیو ځواکونو پر داعش وسله والو هوايي بریدونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې ۲۰ داعشیان وژل شوي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي.
باید وویل شي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې چارواکي په ننګرهار ولایت کې هره ورځ د داعش د لسګونو وسله والو د وژلو خبر ورکوي، خو داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 85856

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85856/

جمهور
  https://www.jomhornews.com