دوستم:

پاکستان او ګوډاګیان یې نور افغانستان کې پرمختګ نه شي کولی

19 میزان 1395 ساعت 7:50

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، پاکستان او ګوډاګیان یې نور په افغانستان کې پرمختګ نه شي کولای او نه به هم کوم ولایت ته سقوط ورکړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، پاکستان او ګوډاګیان یې نور په افغانستان کې پرمختګ نه شي کولای او نه به هم کوم ولایت ته سقوط ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوستم چې تېرماښام له رسنیو سره خبرې کولې وویل، د پاکستان څارګره اداره آی اېس آی په افغانستان کې داسې جاسوسان لري، چې د کندوز په څېر ښارونو د سقوط پلانونه جوړوي.
خو په وینا یې پاکستان دې په دې پوه شي، چې د طالبانو په لاس د افغانستان کوم ولایت ته سقوط نه شي ورکولی.
جنرال دوسم وايي، که ولسمشر او امنیت شورا وغواړي، کولای شي، چې په څو ورځو کې له افغانستانه د پاکستانیانو او د هغوی د ګوډاګیانو ریښې وباسي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونه به ډېر ژر د کندوز ښار له وسله والو طالبانو پاک کړي، خو په ورته وخت کې یې هغه پر جنرالانو او قوماندانانو هم نیوکه وکړه، چې په خپله د جګړې ډګر ته نه ورځي او امنیتي او دفاعيي سرتیري دي، چې د هېواد د دفاع په موخه قرباني ورکوي.
باید وویل شي، چې په کندوز کې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي.
تر اوسه د دغه جګړو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه شوې، خو په زرګونو کورنۍ له کندوز ښاره وتلي او پاتې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
جمهورآژانس:کندوز


کد مطلب: 85837

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85837/

جمهور
  https://www.jomhornews.com