لوګر کې ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي

18 میزان 1395 ساعت 14:34

چارواکي وایي، په لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي وایي، په لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن غرمه مهال د مرکز پل علم اړوند د تېرې کنډو په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، پېښه د یوه سوپر کشټم او تراکتور د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي وویل، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په نیمروز ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
جمهورآژانس:لوګر


کد مطلب: 85821

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85821/

جمهور
  https://www.jomhornews.com