چارواکي هلمند کې د ۸۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

18 میزان 1395 ساعت 9:44

په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او چارواکي وايي، ګڼ طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او چارواکي وايي، ګڼ طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جګړه د مرکز لښکرګاه د دریمې حوزې او په ناوې ولسوالۍ کې روانه ده.
د هلمند ولایت مقام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د درېیو قومندانو په ګډون یې د دولت ۸۶ مخالفین وژلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان د نهر سراج، نادعلي او ناوه کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو په نهر سراج کې په خپل وروستي برید کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:هلمند


کد مطلب: 85796

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85796/

جمهور
  https://www.jomhornews.com