پاکستان:

د کشمیر مسلې له حل کېدو پرته افغانستان کې سوله نشي ټینګېدی

17 میزان 1395 ساعت 7:28

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف ځانګړی استازی مشاهد حسین وايي، تر څو د کشمیر مسله نه وي حل شوې تر هغې په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.


د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف ځانګړی استازی مشاهد حسین وايي، تر څو د کشمیر مسله نه وي حل شوې تر هغې په افغانستان کې سوله نه شي راتلای.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مشاهد حسین دغه څرګندونې په واشنګټن کې د امریکا اتلانتیک کونسل په نوم د یوه فکري مرکز غونډه کې کړې دي.
ده زیاته کړې، چې د بارک اوباما اداره باید پوهه شي، چې د کشمیر د مسلې له اورېدلو او د اسلام اباد له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله نشي راتلای.
هغه دا هم زیاته کړې، چې امریکا اوس نړیوال ځواک نه دی، قدرت یې کمیږي، نور یې هېر کړۍ.
د نواز شریف ځانګړي استازي ویلي، که امریکا د کشمیر په مسله کې اسلام اباد ته غوږ ونه نیسي، نو روسیې او چین ته به د همکارۍ لاس اوږد کړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85747

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com