ننګرهار کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

14 میزان 1395 ساعت 7:36

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي، چې د دوی یو سترتېری د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.


په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي، چې د دوی یو سترتېری د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په کابل کې د امریکايي ځواکونو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد سرتېری تېره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
سرچینه وايي، دغه سرتېری له افغان ځواکونو سره یو ځای په اچین کې پر عملیاتو بوخت و، چې د ماین چاودنه پرې شوې او وژل شوی دی.
د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن پر دې پيښې خواشیني څرګنده کړې خو زیاته کړې یې ده، چې د داعش پر ضد به عملیاتو ته دوام ورکوي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85635

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85635/

جمهور
  https://www.jomhornews.com