سوریه کې پر واده ځانمرګي برید د زوم په ګډون ۳۱ تنه وژلي

14 میزان 1395 ساعت 7:14

رپوټونه وايي په سوریه کې د کردانو د یوه واده په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله د زوم په ګډون ۱۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


رپوټونه وايي په سوریه کې د کردانو د یوه واده په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله د زوم په ګډون ۱۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د سوریې په شمال ختیځ د حسکه ښار بهر د تل طویل سیمې د واده په یوه سالون کې رامنځ ته شوی دی.
سرچینې وايي، برید کوونکي په دغه سالون کې په ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړې، چې د زوم په ګډون یې ۳۱ تنه وژلي دي.
ویل کېږي په دغه برید کې شاوخوا ۹۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د برید مسؤولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دغه برید د دوی جنګیالیو کړی دی.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85633

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com