ننګرهار کې د یوه سِک قاتل ونیول شو

12 میزان 1395 ساعت 8:48

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د یوه وژل شوي سِک قاتل نیولی دی او دا مهال پلټنې ترې روانې دي.


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د یوه وژل شوي سِک قاتل نیولی دی او دا مهال پلټنې ترې روانې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په يوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه کس د چپرهار ولسوالۍ په للمه نومي سيمه کې نيول شوی دی.
باید وویل شي، چې د ننګرهار اوسيدونکی راويل سينګ د شنبې په شپه له خپل کور څخه ايستل شوی و، چې ورمه ورځ يې مړی په چپرهار ولسوالۍ کې وموندل شو.
د دې پېښې په غبرګون کې د جلال اباد سِکانو لاريون وکړ او د قاتل د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه.
جمهورآژانس:ننګرهار


کد مطلب: 85544

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com