هلمند کې ماین چاودنې ۹ ولسي وګړي وژلي

11 میزان 1395 ساعت 8:02

چارواکي وايي، په هلمند کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.


چارواکي وايي، په هلمند کې د سرک غاړې ماین د چاودنې له امله ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغه پېښه تېره ورځ رامنځ ته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې یاد کسانله مارجې ولسوالۍ د هلمند مرکز لشکرګا ته روان وو چې موټر یې د سرک غاړې ته پر ځای په ځای شوي ماین برابر شوی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي چې ټول ولسي وګړي دي.
خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې دوې مېرمنې، درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد ماین وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند


کد مطلب: 85486

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85486/

جمهور
  https://www.jomhornews.com