حکمتیار:

له ولسمشر غني غواړم، چې له طالبانو سره هم سوله وکړي

8 میزان 1395 ساعت 11:55

د اسلامي حزب مشر انجینر ګلبدین حکمتیار له افغان ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل، چې له طالبانو سره هم سوله وکړي او د سولې په خاطر د طالبانو ځینې لوړ پوړي کسان خوشي کړي.


د اسلامي حزب مشر انجینر ګلبدین حکمتیار له افغان ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل، چې له طالبانو سره هم سوله وکړي او د سولې په خاطر د طالبانو ځینې لوړ پوړي کسان خوشي کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه غوښتنه پر هغه ویډو کې وکړه، چې د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د تړون په موخه د دغه له خوا ډکه شوې وه.
ښاغلي حکمتیار په دغه ویډیو کې پر یاد تړون لاسلیک هم وکړ، افغان حکومت او ټول ولس ته د دغه تړون مبارکي و ویله او پر ټولو وسله والو ډلو یې غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل« له ټولو مخالفینو غواړم، چې سولې ته راشي، او د خپلو اهدافو له پاره که دا هداف د بهرنیانو وتل، د بل حکومت جوړېدل او عدالت تامیین وي، سیاسي حل لاره خپله کړي، په اوسني جنګ کې د افغانانو خیر نشته بلکې د بهرنیو ګټه په کې ده، په اوسني په جنګ کې یوازې افغانان وژل کېږي، د پوستو لاس په لاس کېدا او د سلګونو افغانانو وژل کېدل، نه له عقلي پلوه سمه لاره ده او نه هم اسلامي نظره، راشي افغاني مذکرات د څو اونیو له پاره وازمویو، طالبان او نور مخالفین دې سملاسي اوربند وکړي، په دې مذاکراتو کې د برخه واخلي، خپلې ټولې شرعي غوښتنې دې وړاندې کړي، که په خبرو کېږي، نو غوره دا نه ده، چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل شي؟ که یې نتیجه نه درلوده، نو څوک مو له جهاد نه شي منه کولای.»
ښاغلي حکمتیار وړاندې زیاته کړه چې نن د وسله والو رقابتونو ځای سیاسي رقابتونو نیولی، او دوی نور نه غواړو، چې یوه مرمۍ و ویشتل او د افغانانو وینې تویې شي، بلکې په وینا یې دوی ولس ته منلی نظام غواړي.
ده وویل«موازي حکومتونه نه غواړو، موږ غواړو، چې د سیاسي ډلو تر منځ د یووالي او ګډ کار او ولس ته د خدمت شاهد و، موږ غواړو د نظام به هر برخه کې واک د هغه چا په لاس کې وي، چې اسلام او خپل ولس ته ژمن وي، له خدای ورېږي.»
حکمیتار پر حکومت غږ وکړ، چې له دولتي ادارو د غلو او مفسیدونو ټغر ټول او داسې یو نظام رامنځ ته کړي، چې ټول افغان ولس ته د منلو وړ وي او د هغوی ستونزې وحل کړي.
دغه راز هغه ټینګار وکړ، چې دواړه خواې د دغه شوي توافق ټولو مادو ته درناوی ولري، ژمن و اوسي او په وینا یې د اعلان له ورځې سره سم یې عملي اقدام پیل او دواړه لوري په خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او ادا یې کړي.
نوموړي وویل چې نن د افغانانو پر وړاندې تر ټولو مهمه قضیه د جګړې ختم او امنیت دی، چې نور د افغانانو وینه تویې نه شي سر مال یې خوندي وي، او مهاجرت ته اړ نه شي.
د شاغلی حکمتیار په خبره د حکومت او اسلامی حزب تر منځ د شوي تړون یوه ځانګړنه دا وه، چې دغه تړون د بین الافغاني مذاکراتو په رڼا کې تر سره شو.
ده زیاته کړه«د جزب سلامي او حکومت تر منځ د دوه کلونو وروسته په دې مهمه توافق وشو، د دې یوه ځانګړتیا دا وه، چې د پردیو له وساطت پرته د افغانانو تر منځ توافق وشو، زیدخولو بهرنیو لور هم یې تاييد وکړ، باور لرم، چې د دغه معاهدې په پلي کېدو سره به روان بحران پای ته ورسېږي.»
د اسلامي حزب مشر وړاندې وویل«له ولسمشر غني غواړم چې له طالبانو سره د سولې خبر وکړي او زما په خاطر دې د طالبانو ځینې لوړ پوړي مشران خوشي کړي او هغه کسان چې جګړه کوي باید سولې ته اړ کړای شي.»
ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې پر ګاوندیو او د سیمې په هېوادونو غږ وکړ، چې نور د خپلو اهدافو او ګټو له پاره افغانستان د رقابتو میدان ونه ګرځوي.
ده وویل« د افغانستان هغه ګاونډیو ته چې د جنګ پر دوام پانګونې کوي، وایم ، نور افغانان مه ځوروي، زموږ هېواد د خپلو رقابتونو میدان مه ګرځوی، افغانان یو د بل په خلاف مه جنګوی، سوریې عراق او نورو ځایو ته یې د جنګ له پاره مه لېږی، جنګ غوښتونکي او بهرني باداران یې باید پوه شوی، چې ن دا وضعیت نور دوام نه شي کولای.»
ښاغلي حکمتیار پر افغان کډوالو چې په هر هېواد کې دي، غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راشي او له افغان حکومت نه یې وغوښتل، چې د هغوی د ستونزې د حل په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85387

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com