ولسمشر غني او حکمتیار د سولې تړون لاسلیک کړ

8 میزان 1395 ساعت 10:15

د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شو.


د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون د ولسمشر محمد اشرف غني او د اسلامی حزب د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شو.
د جمهور آژانس د سولې دغه تړون نن په ارګ کې د یوې لوی غونډې پر مهال د ښاغلي غني او ښاغلي حکمتیار تر منځ لاسلیک شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې پر مهال په یاد تړون لاسلیک وکړ، خو د اسلامي حزب مشر حکمتیار په دغه غونده کې نه و، او هغه ویډیو یې وښودل شوه، چې نوموړي په کې پر تړون لاسلیک کړی.
په دغه غونډه کې ولسمشر غني، د هغه مرستیالانو، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او د هغه مرستیالانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د سولې عالي شورا مشر، د کابینې غړو، د ملي شورا مشرانو او غړو د حزب اسلامي پلاوی او ګڼو کسانو ګډون کړی وو.
حکمیتار په هغه ویډیو کې چې په ارګ کې نندارې ته وړاندې شوه، د د سولې پر تړون لاسلیک وکړ، او ولسمشر د غونډې پر مهال پر یاد سند لاسلیک وکړ.

جمهور آژانس:کابل


کد مطلب: 85384

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com