پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه نور نظامي تاسیسات جوړي

7 میزان 1395 ساعت 7:12

د پاکستان پوځ غواړي، چې د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه د ډېورنډ پر فرضي کرښه نور نظامي تاسیسات هم جوړ کړي.


د پاکستان پوځ غواړي، چې د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه د ډېورنډ پر فرضي کرښه نور نظامي تاسیسات هم جوړ کړي.
د جمهو آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه ویلي، د دغه امنیتي چوڼیو د جوړېدو چارې ۲۰ سلنه بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې دا پوستې په لوړو سیمو کې جوړې شوې او په ځینو کې یې سرتېري او ملېشې هم ځای پر ځای شوي دي.
پاکستان پوځ له افغان حکومت نه هم غوښتي چې د وسله والو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د ډیورېنډر کرښې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي.
خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.
باید وویل شي، چې د ډېورنډ پر فرضي کرښه د پاکستان د پوځ له خوا په جوړېدونکو تسیساتو له دې وړاندې هم نندارۍ او ان د دواړو خوا تر منځ جګړې رامنځ ته کړې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85335

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com